طالبان وایي، د بګرام هوایي اډه به هیڅکله امریکا ته ونه سپاري

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له سکای نیوز سره په مرکه کې ویلي، دوی په امریکا کې د افغانستان سفارت بیا پرانیستلو او کابل کې د امریکا سفارت بیا فعالېدو په اړه خبرې کړې دي. مجاهد د بګرام په اړه وویل: «افغانان به هيڅکله چاته اجازه ورنه کړي، چې د دوی خاوره بهرنیانو ته وسپارل شي.»

د طالبانو په رسمیت پېژندل

د طالبانو د رژیم رسمیت پېژندنه هم د دغه مرکې له موضوعاتو څخه وه. مجاهد سکای نیوز ته وویل، چې دوی د مشروعیت له ستونزې سره نه دي مخ؛ ځکه ډېرو هېوادونو په شخصي توګه طالبان منلي دي.

هغه د کوم هېواد نوم وانه خیست؛ خو روسیه یوازینی هېواد دی، چې څلور کاله وروسته یې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند. نوموړي زیاته کړه، یوازي روسیه نه‌ده، چې په ښکاره دوی په رسمیت پېژني؛ بلکې نور هېوادونه هم شته، چې دا کار یې په پټه کړی دی.

د نجونو پر زده‌کړو بندیز

مجاهد چې د طالبانو د مشر نږدې کس بلل کېږي، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا نجونې به بېرته ښوونځي ته پرېښودل شي، وویل: «زه په دې اړه هيڅ ژمنه نه شم کولای.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د ښوونې او روزنې وزارت ویلي چې ښوونځي د لنډې مودې لپاره تړل شوي او ژمنه یې کړې، چې د نجونو تړل شوي ښوونځي به د «اسلامي شریعت» او افغاني فرهنګ له اصولو سره سم بېرته پرانیستل شي.

خو تر څلور کاله وروسته بیا هم د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانیستلو هیڅ عملي څرک نه لیدل کېږي.

د نجونوپر لوړو زده‌کړو بندیز

طالبان ښځو ته اجازه نه ورکوي، چې د طب او نرسینګ په څانګو کې زده‌کړې وکړي. ملګرو ملتونو دغه پالیسي جنسيتي توپير او د ښځو پر حقونو تېری بللی؛ خو د طالبانو ویاند ټینګار وکړ، چې افغانستان کافي ښځینه ډاکټرانې لري. مجاهد زیاته کړه: «موږ داسې اسلامي عالمان لرو، چې په دې اړه به بحث وکړي او د شریعت په چوکاټ کې به مناسب حل ومومي.»

د انټرنېټ بندېدل او د طالبانو چوپتیا

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ۴۸ ساعتونو لپاره انټرنېټ بند شو، چې له امله یې ډېره ګډوډي پېښه شوه؛ بانکونه او هوایي ډګرونه وتړل شول او خلک له انټرنېټي او مخابراتي خدمتونو بې‌برخې شول.

د طالبانو ویاند وویل، هغه اوس هم نه پوهېږي چې د انټرنېټ د بندېدو لامل څه و او دا یې هم ونه ویل چې ایا دا کار د طالبانو د ادارې په امر شوی که بله ستونزه وه. هغه وویل:« موږ د مخابراتو له وزارت څخه رسمي خبر نه‌دی ترلاسه کړی؛ نو نه شو ویلای، چې څه پېښ شوي دي.»

خو د انټرنېټ یوه شرکت خپلو پېرودونکو ته په برېښنالیک کې ویلي، چې انټرنېټ د طالبانو په امر بند شوی و.

نور خبرونه

رادیو