د اسراییل پوځ ویلي، که څه هم د دغه هېواد په نظامي عملیاتو کې یو لړ بدلونونه راغلي؛ خو په غزه کې هېڅ ډول اوربند نه دی اعلان شوی. د اسراییل د پوځ لوی درستیز ویلي، په غزه کې عملیات لږ شوي دي، خو خبرداری یې ورکړی چې که خبرې اترې ناکامه شي عملیات به بیا پیل شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون «اکسیوس» خبري وېبپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې هغه د جمعې په ورځ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ټلیفوني خبرې کړې دي او نتنیاهو «په حیرانوونکي ډول» د ټرمپ لهخوا د جګړې د پای ته رسولو د طرحې په اړه د همکارۍ لېوالتیا ښودلې ده.
ټرمپ دغه راز دې امریکايي رسنۍ ته ویلي، چې حماس هم له دې هوکړې څخه ملاتړ کوي.
د مصر دولتي رسنیو پرون راپور ورکړ، چې حماس او اسراییل به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په قاهره کې غېر مستقیمې خبرې اترې وکړي، ترڅو د یرغمل شویو او بندیانو خوشې کېدو تضمين وشي.