طالبان وایي، تېره اونۍ یې د وسپنې پټلۍ له لارې تر ۹۰ زره مټریک ټنو ډېر انتقالات کړي

۶ ساعتونه مخکې

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن یکشنبه د (تلې ۱۳مه) نېټه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په تېره اونۍ کې د وسپنې د پټلۍ له لارې (۹۷۵۲۲) مټریک ټنه انتقالات شوي، چې د صادراتو یوه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د حیرتان بندر له لارې (۷۳۸۲۵) ټنه، د آقینې له لارې (۲۰۴۲) ټنه، د تورې غونډۍ له لارې (۱۵۰۶۷) ټنه او خواف–هرات له لارې (۶۵۸۸) ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۹۷۵۲۲) میټریک ټنه کېږي.

همدا راز زیاته شوې، چې د انتقالاتو یوه برخه صادرات دي. په تېره اونۍ کې (۳۲۷) ټنهتجارتي مالونه صادر شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او د آنارو جوس دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت په خپله اعلامیه کې د صادراتو او وارداتو برخه نه ده سره جلا کړې، خو د مخکينیو اعلامیو څخه یې څرګندېږي، چې د وارداتو پرتله صادرات یوه سلنه هم نه دي.

کارپوهان وايي، که واردات تر صادراتو ډېر وي، هغه هېواد مصرفي بلل کېږي او دا د کمزوري اقتصاد نښه ده، ځکه په دې صورت کې له هېواد څخه پيسې وزي، کورنی تولید کمېږي او بې‌کاري هم ورسره ډېرېږي.

اقتصادپوهان وړاندیز کوي، چې باید صادراتو ته ډېر پام وشي او دغه ډول د وارداتو او صادراتو تر منځ توازن ته هم پام وشي.

نور خبرونه

رادیو