د معلم ورځ؛ حامد کرزی وایي، افغان ښوونکي له سختو اقتصادي فشارونو او کړاونو سره مخ دي

۳ ساعتونه مخکې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر اېکس پاڼه د معلم ورځې په مناسبت لیکلي چې په هېواد کې ښوونکي له ستړیاوو، ستونزو، اقتصادي فشارونو او د امکاناتو له کموالي سره مخ دي. هغه د دغه ورځې په مناسبت ټولو ښوونکو ته مبارکي هم ویلې ده.

کرزي د یکشنبې په ورځ د (تلې ۱۳مه) زیاته کړې چې په افغانستان کې د‌ ښځینه ښوونکو هڅې هم د ستایلو وړ دي او دوی یې د تعلیمي ډګر په پراختیا کې ارزښتمنې بللي دي. پخواني ولسمشر په دې پېغام کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې نجونو او هلکانو ته دې په مساوي توګه د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي لیکلي: «هیله لرم چې ژر تر ژره په هېواد کې ټولو نجونو او هلکانو ته د تعلیم مساوي او پراخه زمینه برابره شي، تر څو وکولای شي چې خپلو ارزوګانو ته ورسېږي». حامد کرزي تر دې وړاندې هم په وار وار له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر مخ دې د‌ ښوونځیو او پوهنځیو بندې کړای شوې دروازې بېرته پرانېزي.

دا پخوانی ولسمشر چې کابل کې د طالبانو له سختو محدودیتونو سره سره ژوند کوي وخت ناوخت د خپلو څرګندونو او سیاسي ناستو ولاړو له کبله د طالبانو له ګواښونو سره هم مخ شوی دی.

د راپورونو له مخې، د ده دغه دریځ له کبله د طالبانو مشر ملا هبت الله هم غوسه شوی او د خپلو استازو له لارې یې له کرزي غوښتي چې له هېواده ووځي؛ خو پخواني ولسمشر جدي غبرګون ښوولی او دا‌ پرېکړه یې لا تر اوسه نه ده منلې.

طالبان د نجونو زده کړو او د ښځو کار بندیز تر څنګ په ګڼو برخو کې د محدودیتونو او سختدریځو تګلارو له کبله په نړۍوال کچه هم سخته منزوي شوې ده.

نور خبرونه

رادیو