ایران له افغانستان سره پر پوله د بهرنیانو لپاره د بایومټریک سیسټم فعال کړ

۵ ساعتونه مخکې

ایرنا خبري اژانس نن یکشنبه د (تلې ۱۳مه) د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو وګړو او کډوالو عمومي رییس له خولې لیکلي، چې د لومړي ځل له‌پاره د دوغارون پر پوله د بهرنیو اتباعو لپاره د بایومټريک سیسټم فعال شو.

راپور کې راغلي، چې له افغانستان سره د دوغارون پر ګډه پوله د لومړي ځل له‌پاره د بهرنیو وګړو د هویت ثبتولو «بایومټریک» سیسټم فعال شو.

ایرنا خبري اژانس د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو عمومي رییس جعفر سید آبادي له خولې لیکلي، چې د دې سیسټم لومړی پړاو بشپړ شوی او تمه ده چې په راتلونکو دوو اونیو کې به یې پاته پړاوونه هم بشپړه شي.

هغه زیاته کړه، د بایومتریک سیسټم د خراسان رضوي او تایباد پر پوله د امنيتي دلایلو له مخې فعال شوی، چې د کډوالو په رسمي ثبت او څارنه کې به مهم رول ولري. سیدآبادي وویل، دوغارون ایران ته د افغانانو د تګ راتګ لاره ده، ځکه نو دا سيسټم لومړی پر دې پوله ولګول شو او وروسته به د ایران پر نورو پولو هم ولګول شي.

هغه زیاته کړه، د روان کال له پیل راهیسې ۷۰سلنه بې اسناده افغان کډوال د دوغارون پر پوله افغانستان ته ستانه شوي دي.

ایرنا اژانس د تایباد د ولسوال حسین جمشیدي له خولې لیکلي،په روان کال کې تر اوسه ۹۸۰زره بې اسناده افغان کډوال د دوغارون له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو