د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې نن یکشنبه د (تلې ۱۳مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له ایران او پاکستان شړل شوي ډېری کډوال ښارونو ته ځي، چې په دې ډول یې د افغانستان ښارونه پراخ کړي او د ښاري خدمتونو بهیر یې هم ټکنی کړی دی.
د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې (UN-Habitat) ویلي، چې له ایران او پاکستان څخه شړل شوي ډېری کډوال ښارونو ته ځي.
په اعلامیه کې راغلي، چې ښارونو ته په ناڅاپي ډول د دومره ډېرو خلکو د ورتګ له امله ښاري نفوس او ودانۍ په چټکۍ سره ډېرېږي او د خدمتونو رسولو بهیر یې ټکنی کړی دی.
دې سازمان له نړوالو څخه غوښتي چې په افغانستان کې د بنسټیزو خدماتي پروژو او کارونو په برخه کې مرستې وکړي.
تر دې مخکې هم دې سازمان ویلي و، چې د افغانستان ښارونه په چټکۍ سره پراخېږي او ډېری سیمې غیر پلاني یا غیر نقشه شوي دي، چې خلک یې له ښاري خدماتو څخه بې برخې دي، لکه د څښلو پاکې اوبه، پخې کوڅې، د چټلو اوبو ایستلو سیسټم او داسې نور اساسي اړتیاوي په کې شاملې دي.
د راپورونو له مخې وچکالي، په کلیو کې د زراعتي سکټور کمزوری کېدل، د نفوسو ډېروالی، بېکاري او د کډوالو اېستل هغه ستونزې دي، چې خلک یې په ښارونو کې استوګنې ته مجبور کړي.