طالبان: نږدې ۱۳ زره راستنو شویو افغانانو ته په هرات کې د کار زمینه برابره شوې

۴ ساعتونه مخکې

طالبانو ویلي، چې په ورستیو دریو میاشتو کې له ایران نه د ۱،۱ میلیون افغانانو په راستنېدو سره هرات ولایت له ګڼو اقتصادي او ټولنیزو بدلونونو سره مخ شوی. یادې ډلې ویلي، چې له ایران نه د راستنو شویو افغانانو له ډلې یې ۱۲۶۰۰ تنو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د طالبانو اړوند الاماره رسنۍ په هرات کې ددې ډلې د کانونو او صنایعو خونې د رییس له قوله راپور ورکړی، چې له ایران نه راستانه شوي نږدې ۱۳ زره افغانان د دغه ولایت د صنعتي ښارګوټي په بېلابېلو کارخونو کې په کار بوخت دي.

طالبانو ویلي، چې د ایران پولې ته څېرمه په اسلام کلا کې نږدې هرې کارخونې له ۱۰۰ تر ۳۰۰ کسان په کار ګومارلي دي او د یادو کارخونو څښتنانو د ژمنې له مخې، د تازه ګومارل شویو کارکوونکو میاشتنی امتیاز د پخوا په پرتله ۳۰ سلنه لوړ شوی دی.

طالبانو ویلي، چې په ډېر شمېر کې د کډوالو راستنېدل پراخې اقتصادي اغیزې لرلی شي.

د دوی په وینا، نوی کاري ځواک به په بېلابېلو صنعتونو کې د کارګرانو تشه ډکه کړي او د فابریکو تولید به زیات شي.

نور خبرونه

رادیو