د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن د یکشنبې په ورځ، د تلې ۱۳مه وویل، چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د سیاسي او اقتصادي اړیکو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د طالبانو او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو د خبرو په ترڅ کې د ټاپي پروژې روانې چارې هم مثبتې ارزولې دي او په نږدې راتلونکي کې یې په بېلابېلو برخو کې د عملي همکاریو د پراختیا ژمنه هم کړې ده.