د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ لوبلړۍ؛ بنګله‌دېش افغانستان ته په لومړۍ لوبه کې ماتې ورکړه

۱۹ ساعتونه مخکې

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لړۍ په لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش افغانستان ته ماتې ورکړه. د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغان لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۹ وېکټو په سوځېدو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۵۱ منډو هدف وټاکه.

خو د لوبې په دویمې پاڼۍ کې بنګله‌دېش په ۱۸ اورونو کې په داسې حال کې چې ۴ وېکټې یې هم لرلې، ټاکل شوی هدف پوره او بریا یې خپله کړه. د لوبې غوره لوبغاړی د بنګله‌دېش لوبډلې پروېز حسین ونومول شو، چې په ۳۷ توپونو یې ۵۴ مهمې منډې جوړې کړې وې.

د افغانستان لپاره رحمان الله ګربز ۴۰ او محمد نبي ۳۸ منډې جوړې کړې وې. که څه هم په بېګانۍ لوبه کې ورو توپ اچونکي راشد خان د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول؛ خو بیا یې هم بریا خپله نه‌کړه.

د کرېکټ ګڼو مینه‌والو او څارونکو په خواله رسنیو کې د افغانستان په ماتې تبصرې او پوسټونه کړي دي. د خواله رسنیو ګڼو کاروونکو ویلي، په وروستیو کې له افغان لوبډلې دا چل هېر شوی چې لوبې باید څنګه وګټي.

د کرېکټ د چارو پوه او څارونکی سمیع‌الله هلال وايي، تر هغې چې افغان لوبډله د غوراوي په برخه کې جدي اصلاحات رامنځته نه‌کړي؛ د دغه لوبډلې بری ستونزمن دی.

نوموړی وايي، د افغانستان کرېکټ بورډ او د غوراوي کمیټې ځینې ځوان لوبغاړي په نوملړ کې شامل کړي؛ خو بیا هم د لوبېدو موکه نه ورکول کېږي. نوموړی د بېګانۍ ماتې پړه د لوبډلې پر لوبډلمشر راشد خان او د غوراوي پر کمیټې اچوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ له وړاندې د دغه لوبلړۍ لپاره د حشمت الله شهیدي او راشدخان په مشرۍ لوبډلې اعلان کړې دي. په لوبډلو کې هڅه شوې، چې د پخوانیو لوبغاړو سربېره ځینو ځوانو لوبغاړو ته هم موکه ورکړل شي.

وړاندې د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر نصیب خان ویلي و، چې له بنګه‌دېش سره کېدونکې لوبلړۍ د نړۍوال جام لپاره د بشپړ چمتووالي برخه ده. نوموړي ویلي و، که څه هم افغان لوبډلې په اسیا جام کې د تمې خلاف ښې لوبې ونه‌کړې؛ خو هیله یې ښودلې وه چې له بنګله‌دېش سره به په لوبو کې ښه وځلیږي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې د معلوماتو له مخې؛ افغان لوبډله به خپله دویمه لوبه د اکټوبر په ۳مه او درېیمه هغه به د اکټوبر په ۵مه ترسره کړي. د یادې ادارې په وینا؛ درې یو ورځنۍ لوبې به د همدې میاشتې په ۸مه، ۱۱مه او ۱۴مه نېټه ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو