د طالبانو د المپيک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست له لوري په غزني کې د نېزه وهنې دوه ورځنۍ سیالۍ د پکتیکا لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې کابل لوبډلې دویم او خوست لوبډلې بیا درېیم مقام ګټلي دي.
دغه دوه ورځنۍ سیالۍ د یوه سوداګر په مالي مرسته او د غزني په کوربتوب د هېواد له اتو ولایتونو (پکتيا، پکتيکا، لوګر، خوست، کابل، ميدان وردګ، زابل او غزني) د نېزه وهنې د ۹ لوبډلو تر منځ تېره ورځ ( پنجشنبه د تلې ۱۰مه) پيل او نن (جمعه د تلې ۱۱مه) پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د طالبانو د سپورټ ادارې مشر احمدالله وثیق وويل، «موږ هڅه کوو، چې دوديزې لوبې بیا را ژوندۍ کړو او پلان لرو، چې په راتلونکي کې دغه ډول ټورنمنټونه په نورو ولايتونو کې هم برابر کړو.»
د طالبانو د المپيک، بدني روزنې او سپورټ ادارې په وینا، د دغو سیالیو لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته يو موټر، دويم مقام ګټونکې لوبډلې ته ۲۰ زره افغانۍ او درېيم مقام ګټونکې لوبډلې ته بیا ۱۰ زره افغانۍ او ترڅنګ يې درې واړو لوبډلو ته کپونه او مډالونه هم ورکړل شوي.