تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه تر ۶ سوو ډېرې افغان کورنۍ هېواد ته ستنې شوي

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن یکشنبه د (تلې ۱۳مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې پرون له ایران او پاکستان څخه ۶۷۳ کورنۍ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د ننګرهار تورخم له لارې ۲۹۳، د کندهار سپين بولدک له لارې ۳۲۹، د نيمروز ورېښمو پله له لارې يوه او هرات اسلام کلا له لارې ۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي.

نور خبرونه

رادیو