اکسیوس: ټرمپ په راتلونکو ورځو کې پر اسراییل او حماس فشار راوړي چې د غزې تړون ومني

۳ ساعتونه مخکې

اکسیوس راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اسراییل او حماس سخت فشار راوړي څو دواړه لوري په څو راتلونکو ورځو کې د غزې د سولې هوکړې ته ورسېږي. امریکايي چارواکو دې رسنۍ ته ویلي، چې ټرمپ او د هغه ټیم هڅه کوي چې اسراییل او حماس دې ته وهڅوي څو دا هوکړه له ځنډ پرته عملي کړي.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل:«دا یوه غوره هوکړه ده، هم د اسراییل لپاره او هم د عربي نړۍ لپاره. دوی دا مهال په خبرو بوخت دي.»

هغه زیاته کړه: «دا به څو ورځې وخت ونیسي او ما اورېدلي چې وضعیت ډېر ښه روان دی. موږ ډېر انعطاف ته اړتیا نه لرو، خو هر تړون کې معمولا یو څه بدلونونه راځي.»

ټرمپ له سي اېن اېن سره په مرکه کې خبرداری ورکړ، چې که حماس له واکه تېر نه شي نو له «بشپړې نابودۍ» سره به مخ شي.

اکسیوس لیکلي، چې لا هم د دواړو خواوو ترمنځ یو شمېر اختلافات پاتې دي، په ځانګړي ډول د اسراییلي ځواکونو د لومړنۍ وتلو اندازه او د هغو فلسطیني بندیانو نوملړ چې باید خوشې شي.

نور خبرونه

رادیو