مهاجر فراهي: دا نظام مونږ ته چا په خیرات کې ندی راکړی

۲ ساعتونه مخکې

د بګرام په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څرګندونو او ان ګواښونو وروسته د ځینو طالب چارواکو غبرګون هم توند شوی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال وايي، طالبانو ته نظام چا په خیرات نه دی ورکړی او په وینا یې د نورو په څېر ډیسانټ شوي هم نه دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي د جمعې په ورځ (د تلې ۱۱مه) پر ایکس خواله رسنۍ د نورو جزییاتو له ورکړې پرته ویلي، «ددې نظام ستنې دومره هم نه دي سستې لکه چې دوی یې فکر کوي.» هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي چې له «دوی» څخه مطلب څوک دي.

هغه زیاتوي، «امارت نه چا په خیرات راکړی او نه د نورو په څېر له هوا نه ډیسانټ شوی.»

مهاجر فراهي وايي، د «اشغال» پر وړاندې د مبارزې په څېر د خپل نظام ساتنې او د هېواد د جوړولو لپاره یې اراده قوي ده.

خو ډېر شنونکي بیا پر دې باور دي، چې د افغانستان واک د دوحې د هوکړې له‌مخې د امریکا له‌خوا طالبانو ته ورکړل شوی دی.

نور خبرونه

رادیو