علي امین ګنډاپور: پاکستان حکومت له طالبانو سره د خبرو اترو د پیل وړاندیز منلی دی

۲ ساعتونه مخکې

د خيبر پښتونخوا اعلی وزير علي امين ګنډاپور وايي، چې د طالبانو سره د خبرو اترو د پيل لپاره يې وړانديز د پاکستان حکومت منلی دی.

هغه ټينګار کړی، چې د افغان کډوالو بېرته ستنېدل بايد په باعزته توګه ترسره شي او د امنيتي ستونزو دايمي حل يوازې د طالبانو سره د خبرو له لارې ممکن دی.

د اعلی وزیر علی امین ګنډاپور د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا خبره نوموړي په پېښور کې د «جنګ او ملي امنيت دوره» ناستې له ګډونوالو سره د یوې د ليدنې پر مهال کړې.

ګنډاپور په دې ناسته کې وويل، چې په افغانستان کې بې‌ ثباتي د خيبر پښتونخوا پر امنيت منفي اغېز کړی او د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د پاکستان امنيتي ځواکونو او ولس لويې قربانيانې ورکړي دي.

ښاغلي ګنډاپور ټينګار وکړ، چې امنيتي ستونزې او ترهګري يوازې د طالبانو سره د خبرو له لارې حل کېدای شي او دا د خوښۍ خبره ده چې د هغه دا وړانديز د پاکستان حکومت منلی دی.

هغه زياته کړه، پاکستان له ډېر وخت راهيسې د افغان کډوالو کوربه‌ توب کړی او د حکومت اوسنۍ پاليسي دا ده، چې دوی بېرته خپل هېواد ته ولاړ شي؛ خو دا بهير بايد د انساني کرامت سره سم ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو