طالبانو د یوې ویډیو پر خپرولو سره «ځانمرګي بریدونو» ته د چمتوالي خبرداری ورکړی

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو مرستیال ویاند یوه ویډیویي ترانه خپره کړې چې د نوي مقاومت او احتمالي ځانمرګي بریدونو لپاره د ځوانانو د چمتوالي یادونه پکې شوې.

د فطرت لخوا خپرې شوې ترانې محتوا کې راغلي چې طالبان سولې ته ژمن دي، خو که د دوی پر وړاندې تېروتنه وشي ځواب به یې «ځانمرګي بریدونه» وي.

په دې ترانه کې ویل شوي: «مونږ سولې ته ژمن د دوی لخوا که تېروتنه وي-بیا به استشهاد وي زلمو بیا به نوم لیکنه وي.»

په دې ترانه کې د استشهادي بریدونو باني یادونه شوې او ستاینه یې شوې ده. همدا راز جلال الدین حقاني یې یاد کړی او د بابا لقب یې ورکړی.

د ترانې د متن بله برخه دا بیانوي چې که د دوی پروړاندې څوک ودریږي حتی غرونه او د غرونو لمنې به ورته په سره اور بدلې کړي.

دغه ترانه د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د جمعې په ورځ خپره کړې ده.

دا ویډیو داسې مهال خپره شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام د بیا ترلاسه کولو په اړه ټينګار کړی.

د بګرام هوايي اډه د امریکا تر ټولو ستر پوځي مرکز و چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو لاس ته ورغی.

اوس، د ټرمپ وروستیو څرګندونو چې ګواښ یې کړی بګرام به بېرته ونیسي، په افغانستان کې سیاسي او تبلیغاتي حساسیتونه راپارولي دي.

طالبانو د ټرمپ څرګندونې رد کړي او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره د هېچا تر واک لاندې نه پرېږدي.

د دوی له خوا د دغې ترانې خپرول هم د همدې دریځ د پیاوړتیا په توګه ګڼل کېږي.

شنونکي وايي، د داسې تبلیغاتي موادو خپرول کولای شي د سیمه‌ییزو اړیکو پر فضا اغېز وکړي او د بګرام پر سر د امریکا او طالبانو ترمنځ روان بحث لا پسې تود کړي.

نور خبرونه

رادیو