هند د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سفر لپاره چمتوالی نیسي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کمېټې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د سفر بندیز په موقتي ډول لرې کړي، چې له مخې به یې هغه وکولای شي د اکتوبر له ۹مې تر ۱۶مې پورې هند ته سفر وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هغو کسانو په ډله کې دی چې د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې دي؛خو کله ناکله د ډېپلوماټیکو اړیکو لپاره موقتي معافیت ورکول کېږي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند خبریالانو ته وویل، نوی ډیلي له مخکې د طالبانو له ادارې سره په تماس کې ده او د اګست په ۳۱ نېټه د زلزلې وروسته یې د افغانستان سره مرستې کړې دي. نوموړي په ښکاره ډول دا خبره نه ده تایید کړې چې د متقي سفر به خامخا وشي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل ویلي، چې هند ته د متقي سفر پر مهال به خبرې د دوه اړخیزو همکاریو، سوداګریزو تبادلو، وچې مېوې د صادراتو، د روغتیايي برخې د اسانتیاوو، قونسلګریزو خدمتونو او بندرونو پر موضوعاتو راڅرخي. دا چې په کومې نېټې به متقي هند ته سفر وکړي په دې اړه یې څه نه دي ویلي.
د هندي او افغاني رسنیو د راپورونو له مخې، متقي به له نوي ډیلي مخکې مسکو ته سفر وکړي.
تمه ده چې په روسیه کې نوموړی د افغانستان پر وضعیت له روسي، چيني، ایراني، پاکستاني، هندي او د مرکزي اسیا له استازو سره خبرې وکړي.