په واشنګټن کې دوو باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې امریکا په افغانستان کې هېڅ ځواک نه لري او د بګرام په اړه اوازې بې اساسه دي.
دغو دواړو سرچینو زموږ خبریال عارف یعقوبي ته وویل چې دوی دا شایعات په کلکه ردوي.
په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې د طالبانو ادارې د سیمې له خلکو غوښتنه کړې چې د بګرام شاوخوا سیمه پرېږدي. خو یوې ډېپلوماټیکې سرچینې او د پینټاګون یوه جنرال افغانستان انټرنشنل ته وویل چې هېڅ خبر نه شته.