کرېکټ بورډ: ملي لوبډله به له بنګله‌دېش وروسته زمبابوې ته سفر وکړي

۲ ورځې مخکې

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی، چې د ملي لوبډلې لوبغاړي به د بنګله‌دېش پر وړاندې د روانو سیالیو تر پای رسېدو وروسته زمبابوې ته سفر وکړي. افغان لوبډله به هلته د کوربه هېواد پر وړاندې یوه ټېسټ او درې شل اوریزې نړۍوالې سیالۍ ترسره کړي.

د کرېکټ بورډ د مهالوېش له مخې، د افغانستان او زمبابوې ترمنځ یوازینۍ ټېسټ سیالي د روانې اکټوبر میاشتې په شلمه نېټه پیلېږي. له دې وروسته به دواړه لوبډلې د همدې میاشتې په ۲۹مه، ۳۱مه او د نومبر په دویمه نېټه درې شل اوریزې نړۍوالې لوبې وکړي.

یاد اعلان په داسې حال کې شوی، چې افغان اتلان د بنګله‌دېش پر وړاندې د درېیو شل اوریزو نړۍوالو سیالیو لړۍ سبا ماښام پیلوي. دا لړۍ د دواړو لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو وروسته ترسره کېږي.

افغان کرېکټ لوبډله په وروستیو کلونو کې د ټېسټ او شل اوریزو دواړو فارمټونو په نړۍوالو سیالیو کې ښه ځلېدلې او تمه کېږي، چې د زمبابوې پر وړاندې هم د پام وړ پایلې ولري.

نور خبرونه

رادیو