پاکستان د اسراییل له لوري د نړۍوالو فعالانو نیونه وغندله

۳ ساعتونه مخکې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د اسراییل له لوري د «ګلوبل سمود» په نامه د فعالانو د یوې ډلې چې غوښتل یې د غزې خلکو ته بشري مرستې ورسوي؛ نیونه په کلکه غندلې ده. هغه ویلي، چې د اسراییل دغه اقدام له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده او باید نیول شوي کسان ژر خوشې شي.

ډار همدا راز په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه هم کړې ده. تازه د «Global Sumud Flotilla» نومې یوې نړۍوالې مدني ډلې هڅه کوله، چې تر غزې د بشري مرستو یو کانال جوړ او بشري مرستې ور ورسوي؛ خو د اسراییل سمندري ځواکونو یې مخه ونیوله.

نور خبرونه

رادیو