متحده عربي اماراتو ننګرهار کې د خرما بڼونو د پراخېدو ژمنه کړې

۲ ساعتونه مخکې

ننګرهار کې د طالبانو والي ملا محمد نعیم اخوند سره د لیدنې پر مهال افغانستان کې د متحده عربي اماراتو د سرې میاشتې رییس حمودالعفاري ژمنه کړې، چې دغه ولایت کې به د خرما بڼونو په پراختیا کې مرسته وکړي.

د طالبانو د ځايي رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې ننګرهار کې د خرما په بڼونو کې «۳۷۰۰ونې» شپږ ډوله حاصل ورکوي او سږ کال به یې ۹زره نیالګي هم د پراختیا په موخه نورو ولایتونو ته ولېږدول شي.

د طالبانو ځايي چارواکو د متحده عربي اماراتو دغه چارواکي سره په ګده د زیتونو تېلو له تولیدي فابریکې هم لیدنه کړې او ترې یې غوښتي، چې د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې ورسره لازمې مرستې وکړي.

د ننګرهار کانال د خرما بڼونو مدیر عبدالقیوم اطرافي ویلي، چې دوی د بوټو پاللو او ثمر ته رسېدو لپاره یو شمېر تخنیکي وسایلو او روزنیزو پروګرامونو ته هم اړتیا لري.

د حمود العفاري له قوله په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «زموږ د پلرونو او نیکونو په وختونو کې ښه تولید همدا خرما وه، چې د اقتصادي او روغتیایي ګټو په برخه کې یې لازمه مرسته کوله». د نوموړي په حواله ویل شوي، چې په متحده عربي اماراتو کې به شرکتونه او ادارې په افغانستان کې د خرما بڼوالۍ د ودې په برخه کې همکارۍ ته وهڅوي.

ننګرهار د هوا له کبله د خرما حاصلاتو لپاره د ښه جغرافیې لرونکی ولایت بلل کېږي او په تېرو کلونو کې د خرما بڼونو په‌کې ښه پایله هم ورکړې ده. د ځايي کاروباریانو په وینا، که په دغه ولایت کې د خرما بڼونو ته ځانګړې پاملرنه وشي؛ نو د هېواد د خرما اړتیا به پوره کړي او همدا راز به یې بهر ته هم حاصلات صادر شي.

نور خبرونه

رادیو