د چهارشنبې په ماښام یو ځل بیا د کابل تشې کوڅې له خلکو ډکې شوې او په ناببره توګه یو ځل بیا د خلکو موبایلونه د اړیکو پر مخ روښانه شول، چې له دې سره اړیکې هم ټینګې شوې. دا د طالبانو تر ۴۸ساعته بندیز وروسته د خلکو لپاره د اوږدې ساه اخیستلو شېبه وه.
خلکو موبایلونه غوږونو ته پورته کړل، چا په لاسونو کې نیولي وو او کوڅو ته راووتل. ډېرو د خپلو خپلوانو، ملګرو او ان بهر کې د کورنیو غړو سره حال احوال کاوه چې تېر ۴۸ساعتونه یې له دې بندیزونو سره څنګه تېر شول.
ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، چې تېر ماښام خلکو د انټرنېټ فعالېدو له امله د کابل په کوڅو کې «یو بل ته مبارکۍ ورکولې». ځینو ته دا شېبې لکه اختر یا د خوښۍ لوی مراسم داسې وې.
د انټرنېټ له بندیز ختمېدو سره یو ځل بیا په خلکو کې احساسات را ژوندي شول، رسټورانټونو ته لاړل او ملګري سره جوپې، جوپې راټول شول او د انټرنېټي بندیز پر مهال یې د خپلو کړاوونو کیسې سره وکړې.
ګارډین د سهراب احمد په نوم د یو ۲۴کلن ځوان چې کابل کې د ډیلیورۍ یا هم د لېږد خدمتونه ترسره کوي لیکلي، چې دوه ورځې په بشپړه توګه وزګار ناست و. هغه وایي، له خلکو سره د اړیکو لپاره یې کاروونکي اپلکېشنونه ټول له کاره لوېدلي وو. اوس د رسټورانټونو مخې ته د ډیلیورۍ لپاره د موټرسایکلونو کتارونه بېرته جوړ شوي، چې جوس او خوراکي توکي خلکو ته یوسي.
د طالبانو له سختو بندیزونو سره، سره تر دې بندیز وروسته ښځې هم په کوڅو کې راښکاره شوې. ګارډین د یوې نجلۍ له قوله چې نوم یې د امنیتي اندېښنو له کبله نهدی ذکر شوی لیکلي: «زه دا حالت نه شم بیانولای، چې څومره د ارام ساه مې واخیسته. انلاین زدهکړې کوم او له خیره بېرته دا دی پیل شوې».
هممهاله ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د ملاهبت الله له لوري د انټرنېټي بندیز پرېکړې د افغانستان اقتصادي ثبات ګواښلی او روان بشري ناورین یې لا پسې پراخ کړی دی. طالبانو د دغه بندیز په تړاو ضد او نقیض څرګندونې کړې دي.
دغه انټرنېټي پرېکون وروسته له هغې رامنځته شو، چې طالبانو د «غېراخلاقي پاڼو» د شتهوالي یادونه وکړه او دا یې د انټرنېټ د بندېدود مهم لامل وباله؛ خو د معلوماتو او ټېکنالوژۍ کارپوهان دا چاره «احمقانه» بولي او زیاتوي، چې د ناسمو منځپانګو د بندېدو لپاره نورې لارې چارې هم شته.
د طالبانو په لومړۍ دوره کې انټرنېټ نوې پدیده وه، هغه مهال د کمزوري اقتصادي وضعیت له کبله افغانستان مخابراتي سکټور کې د زېربناوو جوړولو توان نه لاره؛ خو په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان اقتصاد ورځ تر بلې پر انټرنېټ تکیه موندلې ده، چې ان په لرو پرتو کلیوالو سیمو کې هم افغانان د خپلو روزګارونو لپاره له انټرنېټ کار اخلي.
د غلام رباني په نوم یو کرېډیټ پلورونکی چې اوس یې تر بندیز وروسته هټۍ بیا له خلکو ډکه شوې، وایي: «نړۍ پرمختګ کړی او اوس د ۳۰کلونو پخوا غوندې زمانه نهده. موږ هیلې لرلې، چې انټرنېټ به بېرته خوشې کېږي او بندول یې د ټولو لپاره لوی تاوان و».