د عدم تشدد نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان: د جګړو له کبله مو ارمانونه نیمګړي پاتې دي

۴ ساعتونه مخکې

په‌داسې حال کې چې (د اکټوبر ۲مه نېټه) هر کال په نړۍ کې د عدم تشدد نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي یوشمېر افغانان وايي، د تاوتریخوالي او جګړو له کبله یې ډېری ارمانونه نیمګړي پاتې دي.

د کابل ښار اوسېدونکی شبیر وايي، که څه هم په وروستیو څو کلونو کې افغانستان له نسبي امن څخه برخمن دی؛ خو ګڼ نور داسې لاملونه پرخپل ځای دي چې دغه ټیکاو ګواښي.

نوموړی ټینګار کوي، چې په افغانستان کې باید په بنسټیزه توګه د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو لپاره پر هغو عواملو فکر وشي چې افغانان تاوتریخوالی ته اړ باسي.

ملګرو ملتونو د مهاتما ګاندي د زوکړې ورځ (د اکټوبر ۲مه) د نه تاوتریخوالي ورځې په توګه ځانګړې کړې ده. ملګري ملتونه وايي، د دغه ورځې د نمانځنې موخه په نړۍ کې د هر ډول بدلون لپاره د مبارزې د یوې داسې کړنلارې د دودولو هڅه ده چې په‌کې انسانان له زیان او ویجاړۍ پرته خپلو موخو ته ورسېږي.

د هند د مهاتما ګاندي او پښتون مبارز باچا خان یا خان عبدالغفار خان په نړۍ کې د عدم تشدد یا نه تاوتریخوالي د لارې او فلسفې مخکښان دي. یادو مشرانو چې په دغه لار کې یې ګڼې قربانۍ ورکړې دي، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ګڼ لارویان لري.

مهاتما ګاندي او خان عبدالغفار خان په دې باور وو، چې عدم تشدد یا نه تاوتریخوالی د نړۍ تر ټولو ښه او پیاوړی ځواک دی چې انسانان یې لري.

نور خبرونه

رادیو