بې‌پولې ډاکټران: امریکایي ځواکونو لس کاله وړاندې په همدې ورځ کندوز کې یو روغتون بمبار کړ

۳ ساعتونه مخکې

د بې‌پولې ډاکټرانو نړۍوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې لس کاله وړاندې (د اکټوبر په ۲مه نېټه) په همدې ورځ امریکایي ځواکونو په کندوز ولایت کې د دوی یو روغتون بمبار کړ. په دغه پېښه کې د ناروغانو، ډاکټرانو او روغتیاپالو په ګډون نږدې ۴۲کسان وژل شوي وو.

یاد سازمان دغه پېښه په سختو ټکو غندلې او دا یې پر روغتیایي سکتور برید بللی دی. دغه سازمان وایي، یاد برید یو ساعت دوام وکړ چې په کې د روغتون بېړنۍ څانګه، د جدي مراقبت خونې او د عملیاتو خونې د امریکايي ځواکونو له لوري بمبار شوې.

د بې‌پولې ډاکټرانو د معلوماتو له مخې؛ دغه برید کې ۲۴ناروغان او ۱۴روغتیایي کارکوونکي وژل شوي وو. دغه سازمان د عیني شاهدانو له قوله لیکلي، چې «ځینې ناروغان په خپلو بسترو کې په اور وسوځېدل او یو شمېر نور د تېښې پر مهال په نښه شول».

د بې‌پولې ډاکټرانو په وینا؛ د دغه روغتون کره موقعیت یې د امریکا دفاع وزارت او هغه مهال د افغانستان جمهوري نظام له چارواکو سره شریک کړی و؛ خو لا تر اوسه پورې د دغه پېښې په تړاو هېڅ ډول بې‌پرې او خپلواکې څېړنې نه‌دي شوې.

د راپور له مخې؛ د کندوز روغتون په ۲۰۱۱کال کې د شمال یوازینی روغتون و، چې د ټپیانو درملنه په‌کې کېده او د جګړو د قربانیانو لپاره یې ۱۵۰بسترونه لاره.

ډاکتر عصمت‌الله عصمت له دغه برید ژوند وتلی. هغه وایي: «موږ ماشومانو، ښځو او نارینه‌وو ته خدمت کاوه. هېڅ ډول قومي جوړښت او سیاسي نظریه مو نظر کې نه نیوله».

تر برید وروسته دغه مرکز په بشپړه توګه له‌منځه لاړ او زرګونه ټپیان له بېړنیو خدمتونو بې‌برخې شول. د جراحي عملیاتو یو متخصص ډاکټر سید حامد هاشمي هم له دغه مرګونې پېښې ژوندی پاتې شوی. هغه د برید شېبه داسې انځوروي: «دېوالونه سوځېدلي وو، چت سوری شوی و او د جراحۍ وسایل د اوسپنې په ټوټو بدل شوي وو. داسې ښکارېده لکه وخت چې په همدې شپه کې ولاړ وي».

د بې‌پولې ډاکټرانو په ۲۰۱۸کال کې د دغه روغتون د بېرته رغېدو چارې پیل کړې او لنډمهاله خدمتونه یې پیل کړل. دوی وایي، په ۲۰۲۱کال کې یې نوی مرکز پرانیست او اوس د ۷۹بسترونو په لرلو سره فعال دی.

کندوز کې د بې‌پولې ډاکټرانو همغږی کوونکی امیل بوایل وایي: «نننی کندوز له ۲۰۱۵کال سره توپير لري، اوس د زخمونو بڼه تر پخوا بدله شوې ده. موږ هر چا ته د طبي اړتیاوو پر بنسټ روغتیایي خدمتونه وړاندې کوو او هېڅ ډول توپیر په‌کې نه کوو». 

دغه سازمان د خپل راپور په پای کې لیکلي، چې د کندوز دغه خونړۍ پېښه اوس هم د افغانانو په ذهنونو کې ده او د جګړو پر مهال د روغتیایي مرکزونو د نازک حالت ښکارندویي کوي.

نور خبرونه

رادیو