د انټرنېټ پرې کېدو له امله د کابل هوايي ډګر ۱۴ الوتنې لغوه شوې دي

۲ ساعتونه مخکې

پر انټرنېټ او مخابراتي اړیکو د طالبانو له بندیز وروسته د کابل د هوايي ډګر او ولایتونو له ۱۴ ډېرې الوتنې لغو شوې او د سلګونو افغانانو سفرونه ځنډېدلي دي. پرون هم لس االوتنې لغوه شوې وې او د ۲۱ برخلیک ناڅرګند و.

د طالبانو ددغې پرېکړې له امله کابل کې لږ تر لږه ۱۴ الوتنې، چې د چهارشنبې په ورځ د تګ راتګ لپاره پلان شوې وې، لغوه شوې او د نورو الوتنو برخلیک هم روښانه نه دی.

د نړیوالو الوتنو د تعقیب وېبپاڼې فلایټ رادار ۲۴معلومات ښيي چې دا لړۍ د انټرنېټ له بشپړ پرې کېدو وروسته پیل شوې.

د دوشنبې په ورځ د انټرنېټ او ګرځنده ټلیفون شبکو د بندېدو پرېکړه د بانکونو، مرستندویه ادارو، سوداګرۍ او د خلکو د کورنیو او ملګرو ترمنځ د اړیکو د پرې کېدو لامل شوې ده.

همدارنګه د ګڼو الوتنو لغوه کېدو له کبله ګڼ افغانان په کور دننه او بهر بند پاتې دي.

طالبانو تر اوسه د دې پرېکړې په اړه هېڅ وضاحت نه دی ور کړی.

ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې انټرنېټي خدمتونه بېرته فعال کړي.

د کابل هوايي ډګر د چارشنبې ورځې له ټولو ۳۴ پلان شویو الوتنو څخه، ۴ د تګ الوتنې او ۱۰ د راتګ الوتنې لغوه شوې دي.

د سې شنبې په ورځ هم ۳۱ پلان شویو الوتنو کې ۱۰ لغوه او د پاتې ۲۱ برخلیک ناڅرګند بلل شوی و.

همدا رنګه د هرات او کندهار په څېر ولایتونو کې هم ګڼې الوتنې"نامعلومې" ښودل شوې دي.

محمد بشیر، چې د کام ایر هوايي شرکت استازی دی، طلوع نیوز ته ویلي، له انټرنېټ بندېدو وروسته یوازې یوه الوتنه ترسره شوی.

هغه زیاته کړې: «کله چې یوه الوتکه د سفر لپاره چمتو کېږي، اړینه ده چې د منزل هوايي ډګر ته د الوتنې معلومات انلاین واستول شي، خو اوس دا کار ناشونی دی.»

بشیر هیله څرګنده کړې چې الوتنې بېرته پیل شي.

نوموړي وویل: «دا موضوع زموږ هغو هېوادوالو ته ډېره مهمه ده، چې د ترانزیت پروازونه یې لرل او یا یې غوښتل بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، موږ باید د هغوی په خاطر عملیات بېرته پیل کړو.»

نور خبرونه

رادیو