کرملین: روسیه سوله غواړي خو پوځ مو هم پیاوړی کوو

۴ ساعتونه مخکې

کرملین د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېټ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې روسیه هم د خپلو پوځي ځواکونو د پیاوړتیا هڅې روانې ساتي، خو د سولې او ډېپلوماټیکو خبرو ملاتړ ته ژمنه ده.

تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېټ ویلي و، امریکا باید د سولې د ساتلو لپاره جګړې ته چمتووالی ولري.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف خبریالانو ته وویل: «موږ هم په هر ډول ممکنه لارو د خپلو وسله‌والو ځواکونو د پیاوړتیا هڅه کوو، خو د سولې بشپړ ملاتړي پاتې کېږو او ټولو ستونزو ته، د اوکراین کړکېچ په ګډون، د ډېپلوماټیکو خبرو او سیاسي اړیکو له لارې حل لارې پرانستې پرېږدو.»

پسکوف د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې چې د خپلو سیمو د ترلاسه کولو لپاره یې ډيپلوماټیکې لارې انتخاب کړې، وویل چې د خبرو بهیر اوس په ټپه ولاړ دی.

پسکوف زیاته کړه، داسې ښکاري چې کییف، چې پر مسکو یې د «غیرمنطقي غوښتنو» تورونه لګولي او هغه یې د تسلیمۍ په معنا بللي، د خبرو د بیا پیلولو لپاره کومه بیړه نه لري.

نور خبرونه

رادیو