په داسې حال کې چې د غزې تړانګه کې د سولې پلان ته د نړۍ پام زیات شوی، اسراییل ځان د څو سناریوګانو لپاره چمتو کوي چې له هغو څخه یوه کېدای شي پر ایران نوي بریدونه وي. یوه لوړپوړي اسراییلي قوماندان ویلي «موږ د مختلفو انتخابونو لپاره ځانونه چمتو کوو. یو د ایران پر ضد بیا اقدام دی.»
یوه لوړپوړي اسراییلي قوماندان د سی شنبې پر ماښام (د تلې اتمه) جروزالم پوست ته وویل: «موږ د منځني ختیځ او ایران پېښې په پوره غور څارو او د بیلابیلو سناریوګانو او انتخابونو لپاره ځانونه چمتو کوو. یوه یې د ایران پر ضد بیا اقدام دی.»
دغه لوړپوړی قوماندان ټینګار وکړ: «تهران له اسراییلي پوځ څخه درنه ضربه لیدلې او اوس د خپلې نیمګړتیا او د اسراییل د وړتیاوو په اړه ښه پوهیږي.»
بل لور ته، څو ایراني پوځي چارواکو په تېرو څو اونیو کې خبرداری ورکړی چې د اسراییل هر ډول نوي برید ته به «قاطع او نه iیریدونکی» ځواب ورکړي.
د سپاه پاسداران ایران پخوانی قوماندان محسن رضایي خبرداری ورکړ چې که تهران د اسراییل د نوي برید هدف وګرځي نو ایراني ځواکونه به له خپلو ټولو امکاناتو استفاده وکړي.