اسرايیل بیا پر غزې برید کړی او لږترلږه ۲۳ فلسطینیان یې وژلي دي

۱ ساعت مخکې

نن سهار د اسراییل له‌خوا دوه توغول شوي توغندي د غزې پر «الفلاح» ښوونځي ولګېدل، چې له امله یې لږترلږه ۲۳فلسطینیان وژل شوي دي. اسراييلي ځواکونو لومړی ځمکنی برید وکړ او له هغه وروسته یې هوايي بمبارۍ هم پیل کړې.

له برید څو شېبې وروسته کله چې د فلسطین د ملکي دفاع ډلې د خلکو د ژغورنې لپاره سیمې ته ورسېدې؛ بل برید وشو چې له امله یې ګڼ نور ملکي وګړي هم ټپيان شول. په دغه ښوونځي کې زرګونه بې‌ځایه شوي فلسطینان مېشت وو.

نور خبرونه

رادیو