تازه خبر

د امریکا په کانګرس کې د بودجې په سر د ژور اختلاف له امله دولتي ادارې وتړل شوې

۳ ساعتونه مخکې

د بودجې په سر د ټرمپ او ډیموکراټانو ترمنځ د اختلاف له امله په امریکا کې دولتي ادارې بندې، شاوخوا ۷۵۰زره کارکوونکي یې رخصت او دولتي خدمتونه بند شول. د راپورونو له مخې؛ د دولتي کارکوونکو له رخصتېدو سره سم خدمات بند شول او د مهمو اقتصادي معلوماتو خپرېدل وځنډېدل.

اصلي اختلاف د ۱.۷ ټرېلیونه ډالرو بودجې په سر دی. ډیموکراټان د روغتیا په برخه کې د مرستو تمدید غواړي؛ خو جمهوري غوښتونکي یې نه وررسره مني. شنونکي وايي، ښايي د دواړو ګوندونو دغه اختلاف د دوی د سخت دریځ له امله د پخوا پرتله ډېر دوام وکړي.

نور خبرونه

رادیو