د امریکا دفاع وزیر د پوځ پر «چاغو جنرالانو» نیوکې وکړې

۲ ساعتونه مخکې

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت د امریکا د لوړپوړو جنرالانو په غونډه کې پر چاغو پوځي جنرالانو نیوکې وکړې او ویې ویل چې په پنټاګون کې د چاغو جنرالانو لیدل د منلو وړ نه دي. هغه د جنرالانو د ظاهري بڼې پر اهمیت د ټینګار تر څنګ وویل چې له ټولو به د فېټنس ازموینه واخیستل شي.

هغه پر چاغو جنرالانو او د قومونو تنوع پر پالیسۍ د نیوکې پرمهال وویل، «لسیزې کیږي چې دا د پوځ د زوال لامل شوي». هیګسیټ د سې شنبې په ورځ د قوماندانانو یوې غونډې ته وویل،چې که څوک د هغه اجنډا نه مني، باید استعفا ورکړي.

د امریکا دفاع وزیر وویل: «بې‌پروا سیاسي مشرانو موږ په غلط لور بوتلو او موږ خپله لار ورکه کړه، خو نور داسې نه ده.»

هغه په ویرجینیا کوانټیکو کې د یوې غونډې د پرانیستې پر مهال د امریکا لوړپوړو جنرالانو د لرې کولو څخه دفاع وکړه . هغه وویل ګوښه شوي افسران د مات شوي کلتور برخه وو.

نوموړي وویل چې اوسنی سیسټم د جنرالانو ژوند داسې کړی لکه پر "هګۍ" تګ.

هیګسیټ زیاته کړه: «که نن زما خبرې ستاسې زړونه خفه کوي، نو ښه لار داده چې استعفا ورکړئ. زه پوهېږم، د اکثریت لپاره برعکس دي، دا خبرې ستاسو زړونه ډکوي.»

د امریکا دفاع وزیر پر چاغو سرتېرو نیوکه وکړه او ویې ویل: «پنټاګون کې د چاغو جنرالانو او سمندرمشرانو لیدل هېڅ د منلو وړ نه دي.»

هغه د ظاهري بڼې پر اهمیت د ټینګار تر څنګ وویل چې له ټولو به د فټنس ازموینه واخیستل شي.

نور خبرونه

رادیو