ټرمپ: د قطر پر وړاندې هر وسله‌وال برید د امریکا پر امنیت برید ګڼل کېږي

۲ ساعتونه مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه نوي فرمان په لاسلیک کولو سره ژمنه کړې، چې که پر قطر وسله‌وال برید وشي، واشنګټن به هغه د امریکا پر امنیت برید وګڼي او د اړتیا په صورت کې به د دې هېواد د دفاع لپاره پوځي ګامونه هم پورته کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ دغه پرېکړه ستایلې او هغه یې د دواړو هېوادونو د دفاعي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم ګام بللی.

دا فرمان په داسې حال کې صادر شوی، چې تېره میاشت اسراییل د دوحې پر ښار هوايي برید وکړ او د حماس د مشرانو په نښه کولو سره یې په واشنګټن کې اندېښنې راوپارولې.

ټرمپ ویلي: «متحده ایالات به د قطر پر خاورې، حاکمیت او مهمو بنسټونو هر وسله‌وال برید د امریکا پر امنیت ګواښ وبولي او د اړتیا په صورت کې به د ډیپلوماټیکو، اقتصادي او پوځي لارو د سولې او ثبات د بیا ټینګېدو لپاره اقدام وکړي».

دغه ژمنه له ۲۰۲۲م کال وروسته د امریکا او قطر ترمنځ د دفاعي همکارۍ تر ټولو ژور ګام ګڼل شوی دی.

نور خبرونه

رادیو