د سیمهییزو پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، د پاکستاني طالبانو اړوند وسلهوالو د خیبر پښتونخوا ایالت د لکي مروت ولسوالۍ په غزني خېل سیمه کې د نجونو یو دولتي لومړنی ښوونځی په بمونو الوځولی دی. پاکستاني طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د سرچینو په وینا، وسلهوالو خلکو ته ویلي وو چې د چاودیدونکو توکو د ځای پر ځای کولو پر مهال له خپلو کورونو ونه وځي.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت په رسمي ډول پاکستاني طالبانو نه دی منلی، خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې برید د پاکستاني طالبانو اړوند وسلهوالو ترسره کړی دی.