برېتانیا د ایران د اټومي پروګرام په تړاو څه باندې ۷۰ کسان او سازمانونه تحریم کړل

۳۹ دقيقې مخکې

برېتانیا د ایران د اټومي پروګرام په پراختیا کې د دې هېواد څه باندې ۷۰ کسان او سازمانونه د هغوی د رول له امله تحریم کړل. په دې نوملړ کې د ایران د اصلي بانکونو او د تېلو او ګازو د ډېرو صنایعو نومونه شامل دي.

د برېتانیا دولت د سې شنبې په ورځ (د تلې ۸مه) اعلان وکړ، چې مالي بنسټونه، د ایران د انرژۍ شرکتونه او همدارنګه ځینې شخصیتونه او بنسټونه چې د ایران د اټومي پروګرام په اسانه کولو کې یې رول درلود، د تحریم شویو افرادو او سازمانونو په منځ کې شامل دي.
دغه اقدام د برېتانیا، فرانسې او جرمني په ګډه پرېکړه ترسره شوی، ترڅو د «ماشه میکانیزم» فعال او پر ایران د ملګرو ملتونو تحریمونه بیا ورګرځول شي.
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ایوټ کوپر د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي، چې د تهران اټومي پروګرام له اوږدې مودې راهیسې د نړۍوالې ټولنې جدي اندېښنې راپارولې دي او «د نړۍوالې سولې او امنیت لپاره مهم ګواښ» ګڼل کېږي.
کوپر زیاته کړه: «نړۍ څو ځله ایران ته فرصت ورکړ چې د دې پروګرام د اهدافو په اړه د باور وړ تضمینونه وړاندې کړي، خو تهران بیا هم له دې کار څخه ډډه وکړه.»

نور خبرونه

رادیو