د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس ویلي، چې د بودجې په اړه د قانون جوړوونکو ترمنځ د نظر اختلاف له امله به ګڼې دولتي ادارې وتړل شي. که څه هم په سپینې ماڼۍ کې ټرمپ د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو ډلې له قانون جوړوونکو سره ګډه ناسته لرله؛ خو کومې هوکړې ته ونه رسېدل.
جې ډي وېنس ویلي، که له ځنډ پرته په دې برخه کې هوکړه ونهشي؛ نو ښایي د بودجې د کسر له کبله ځینې حکومتي ادارې وتړل شي.