د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ طرحه خپره شوه

۴ ساعتونه مخکې

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د تلې اوومه) د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره خپله طرحه خپره کړه. د راپورونو له مخې، دا طرحه که د دواړو لوریو له خوا ومنل شي، جګړه به پای ته ورسوي، ټول یرغمل به بېرته خوشې شي او د غزې د بیا رغونې لاره به هواره کړي.

د ټرمپ د دفتر د رسمي اعلامیې له مخې، دغه طرحه ۲۰ مادې لري چې پکې «له افراط‌ګرایي پرته نوې غزې» رامنځته کول شامل دي. ددې طرحې له مخې به حماس بې‌وسلې او له واکه ګوښه کړل شي او همداراز به ملکي، اقتصادي او امنیتي بنسټونه بېرته ورغول شي.
د ټرمپ په وینا، که اسراییل او حماس له دې طرحې سره موافقه وکړي، نو سمدستي به اوربند ټینګ شي او د یرغمل شویو کسانو د ازادولو بهیر به پیل شي.

نور خبرونه

رادیو