بنیامین نتنیاهو: د اسراییل شاتګ د حماس د بې‌وسلې کېدو تر کچې پورې تړلی دی

۱ ساعت مخکې

بنیامین نتنیاهو په سپینه ماڼۍ کې له ډونالډ ټرمپ سره په ګډه خبري غونډې کې وویل، چې «د اسراییل شاتګ د حماس د بې‌وسلې کېدو تر کچې پورې تړلی دی.» نوموړي همداراز زیاته کړه: «موږ به د اکټوبر د اوومې وحشت هېڅکله هېر نکړو او که حماس د امریکا وړاندیز رد کړي، موږ به خپله کار خلاص کړو.»

بنیامین نتنیاهو وایي: «ټرمپ تر ټولو لوی دوست دی چې اسراییل تر اوسه په سپینه ماڼۍ کې لرلی دی.» هغه وویل: «زه د غزې جګړې د داسې پای ته رسولو ملاتړ کوم چې موږ موخو ته ورسېږو.»
د اسراییل لومړي وزیر په ټینګار سره وویل: «حماس به د غزې د مدني حکومت برخه نه وي.» هغه زیاته کړه، کله چې حماس له دې طرحې سره موافقه وکړي، موږ به په «متوسط» ډول شاتګ پیل کړو.

نور خبرونه

رادیو