یو لوړپوړي ایراني چارواکي د سې شنبې په ورځ وویل، چې د امریکا متحده ایالات پلان لري شاوخوا ۴۰۰ ایرانیان چې ډېری یې په ناقانونه ډول ور ننوتي، وباسي. دا اقدام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ پر ضد د پراخو اقداماتو یوه برخه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د پارلماني چارو رییس حسین نوشابادي تسنیم خبري اژانس ته وویل: «په لومړي ګام کې پرېکړه شوې چې ۱۲۰ایرانیان چې د امریکا خاورې ته په ناقانونه ډول، چې ډېری یې د مکسیکو له لارې ننوتي دي، بېرته واستول شي.»
هغه زیاته کړې چې دغه کسان به په یوه یا دوو راتلونکو ورځو کې ایران ته ستانه شي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، ځینې ایرانیان چې څو میاشتې د توقیف په مرکزونو کې ساتل شوي وو، په خپله خوښه ستنېدو ته تیار شوي، خو ځینې یې نه.
نوشابادي له واشنګټن نه وغوښتل چې د امریکا په خاوره کې د ایراني کډوالو حقونو ته درناوی وکړي. هغه زیاته کړه: «ځینو ستنېدونکو د اوسېدو جوازونه لرل، خو د امریکا د کډوالۍ ادارې د ورکړل شویو دلیلونو له مخې د شړلو په لېست کې شامل کړل شوي. البته د هغوی خپله رضا د ستنېدو لپاره اخیستل شوې وه.»
ټرمپ پلان لري چې یو ستر شمېر ناقانونه کډوال له امریکا څخه وباسي. هغه ویلي چې د پخواني ولسمشر جو بایډن په وخت کې ناقانونه سرحدي تېرېدنې ډېرې شوې وې.