د امریکایي اتباعو د ژغورنې لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي اډم بولر ویلي، هغه تبعه چې شپږ میاشتې وړاندې په کابل کې د ژغورنې له عملیاتو پاتې شوی و، اوس بېرته امریکا ته راوستل کېږي.
نوموړی د هغه ژړا د خپل ژوند له سختو تجربو ګڼلې.
بولر په ایکس یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، کله چې شپږ میاشتې وړاندې له کابل څخه د امریکایي وګړو د ایستلو عملیات ترسره کېدل، د جورج ګلېزمن تر ژغورلو وروسته یې د امیر امیري لیدو غوښتنه وکړه.
نوموړي لیکلي: «کله چې امیر امیري د دروازې مخې ته راوستل شو، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې، د یوه امریکایي شاته پرېښودل زما د ژوند تر ټولو سخته پرېکړه وه.»
استازي زیاته کړې چې هغه مهال یې امیري سره ژمنه کړې وه چې بېرته به ورګرځي او هغه به له افغانستان نه راوباسي.
د امریکا حکومت تر اوسه په رسمي ډول د امیر امیري د بېرته ستنېدو جزئیات نه دي خپاره کړي، خو د ځانګړي استازي څرګندونې ښيي چې د یو بل امریکایي د خوندي انتقال چارې بشپړې شوې دي.