د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان: د انټرنېټ پرې کول له بشري حقونو څرګنده سرغړونه ده

۲ ساعتونه مخکې

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د انټرنېټ پر پرې کېدو جدي اندېښنه ښودلې او دا کار یې د بشري حقونو څرګنده سرغړونه بللې.

یاد سازمان وايي، دوی د ازادو او مسلکي رسنیو د راتلونکي لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېږي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان نن دوشنبه د (تلې ۷مه) په خپله اعلامیه کې په ډاګه کړې چې دې پرېکړې د سلګونو ښځینه خبریالانو لپاره چې یوازې د اوسنیو شرایطو په چوکاټ کې انلاین زده کړې کوي، لاسرسی خورا محدود کړی او د هغوی د زده‌کړو او د مسلکي فرصتونو د انزوا لامل کېدای شي.

طالبانو د خپلې ډلې د مشر ملاهبت الله په امر ټول هېواد کې انټرنېټي خدمات پرې کړي دي او له نړۍ سره د افغانستان اړیکه قطع شوې ده.

نور خبرونه

رادیو