د نوري فایبر انټرنېټ له پرې کېدو وروسته د تلویزیونونو انلاین خپرونې قطع شوې

۱ ساعت مخکې

د افغانستان انټرنشنل څېړنې ښيي چې د نوري فایبر انټرنېټ له بندیدو وروسته د ډیری افغان تلوېزیوني شبکو انلاین خپرونې قطع شوې دي.

طلوع، لمر، طلوع نیوز، شمشاد، تمدن او ګڼو نورو سیمه ییزو شبکو خپل نشرات د انټرنیټ له لارې انلاین کول، خو اوس قطع شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ټلوېزیوني شبکو په ځانګړي ډول د افغانستان ملي تلویزیون، ملي نیوز، معارف او ملی سپورټس انلاین خپرونې دوام لري.

له دې وړاندې طلوع نیوز یوه اعلامیه خپره کړې وه، چې ویلي یې و د انټرنېټ پرې کېدو سره، د موبي ګروپ اړوند تلویزیونونو او راډیوګانو (طلوع نیوز، طلوع، لمر، ارمان او اراکوزیا) خپرونې به له ستونزو سره مخ شي.

په افغانستان کې د مخابراتو او انټرنیټي خدماتو پرې کېدل د مخابراتو تنظیم کوونکې ادارې (اترا) او د طالبانو تر کنټرول لاندې مخابراتو وزارت د پریکړې له امله دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د انټرنیټ او مخابراتي خدماتو ادارو په ګډون روشن، اتصالات، افغان بېسیم او افغان ټیلیکام، ته امر شوی چې ټول د انټرنېټي خدماتو فعالیتونه ودروي.

د طالبانو د مشر ملاهبت الله د شفاهي حکم له مخې او د انټرنیټي خدماتو له شبکو او ادارو سره د اترا ادارې د مسوولانو له ناستې وروسته، په افغانستان کې نوري فایبر او د مخابراتي شبکو انټرنیټي خدمات قطع شوي او له هیچا سره اړیکې نه نیول کیږي.

نور خبرونه

رادیو