د کابل اوسېدونکي وايي د انټرنېټ پرې کېدو سره امنیتي کمرې فلج شوې

۵۰ دقيقې مخکې

د کابل یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د انټرنېټ د قطع کېدو له امله د کورونو، سوداګریزو مرکزونو او دفترونو امنیتي کمرې له کاره لوېدلې دي. دغه اوسېدونکي وايي، په دې چارې سره د خلکو او سوداګریزو مرکزونو امنیت له ګواښ سره مخ دی.

د دوشنبې په ورځ د کابل یو شمېر اوسېدونکو د انټرنېټ له قطع کېدو وړاندې افغانستان انټرنشنل ته ویډیوګانې رالیږلې، چې ښيي د نوري فایبر په قطع کېدو امنیتي کمرې فلج شوې دي او کار نه کوي.

د کابل دغو اوسېدونکو وویل، چې د انټرنیټي خدماتو د دایمي پرې کېدو په صورت کې به د خلکو امنیتي وضعیت لا پسې خراب شي، ځکه د شخصي او سوداګریزو ودانیو د څارنې ډېری سیستمونه د انلاین اړیکو له لارې فعال وي.

د کابل دغه اوسېدونکي ټینګار کوي چې د انټرنېټ د بندېدو دا پرېکړه یوازې د معلوماتو تبادله نه، بلکې د خلکو د ورځني ژوند امنیتي اړخونه هم اغېزمنوي.

طالبانو نن د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې انټرنیټي خدمات بند کړل او اوس له افغانستان سره له بهره او په کوردننه د انټرنیټ له لارې اړیکې ناممکنې شوې دي.

طالبانو تراوسه دا نه دي ویلي، چې دا پرېکړه د څومره وخت لپاره پلې کوي، خو دې چارې د خلکو ژوند، اقتصاد، سوداګري او خپلمنځي اړیکې اغیزمنې کړې دي.

یو شمېر سرچینو خبر ورکړی، چې ددې پرېکړې له امله د کابل هوايي ډګر الوتنې له ګډوډۍ سره مخ شوې دي او انلاین چارې په بشپړ ډول فلج شوې دي.

نور خبرونه

رادیو