فایق: نړۍ باید د ګډو هڅو له لارې په افغانستان کې د «عدالت او انساني کرامت» ملاتړ وکړي

۳ ساعتونه مخکې

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق ویلي، طالبان له دین څخه د ناسم تصور له مخې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي. هغه وايي، نړۍ باید د ګډو هڅو له لارې په افغانستان کې د «عدالت او انساني کرامت» ملاتړ وکړي.

نوموړي د ملګرو ملتونو د اسمبلۍ په څنډه کې یوې ناستې ته د وینا پرمهال ویلي، چې طالبان له دین څخه ناوړه استفاده کوي او په منظم ډول د ښځو حقونه او ازادۍ تر پښو لاندې کوي.

د فایق په وینا، دغه ناوړه استفاده نه یوازې دا چې افغانستان؛ بلکې د اسلام او اسلامي ټولنو نړۍوال درک ته هم زیان رسوي.

هغه زیاتوي:« له زده‌کړو، کار او ازادۍ د ښځو بې‌برخې کېدو په اړه هیڅ سم او اصیل اسلامي دلیل نه‌شته، دا د طالبانو شخصي تفسیر دی.»

نصیر احمد فایق وړاندې ویلي، باید نړۍ د ګډو هڅو او یووالي له لارې په افغانستان کې د عدالت، برابرۍ او انساني کرامت ملاتړ وکړي.

نور خبرونه

رادیو