د کورنیو چارو لپاره د پاکستان د دولت وزیر طلال چودري په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې پرېکنده دریځ لري او که پر ډیورنډ کرښه د بریدونو د مخنيوي په برخه کې له طالبانو سره خبرې پایله ورنه کړي؛ نو له هغوی سره به د ټوپک په ژبه خبرې وکړي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ ښاغلي چودري په یاده غونډه کې ترهګري د پاکستان لپاره تر ټولو ستره ننګونه وبلله. هغه زیاته کړه، اوسني پوځي عملیات به د پاکستان په ناامنو سیمو کې د کورني امنیت د ټینګښت او خوندي پانګونې لپاره دوام ولري.
چودري وویل:« که له طالبانو سره خبرې بېپایلې پاتې شي، هغه خلک چې د ټوپک په ژبه پوهېږي؛ د ټوپک په ژبه به خبرې ورسره وکړو.» چودري ادعا وکړه، چې د پاکستان په بریدونو کې اتیا سلنه بریدګر افغانان دي.
هغه وویل، چې د ډیورنډ کرښې د خوندیتوب لپاره به کلک امنيتي تدابیر ونیسي. د هغه په وینا؛ پاکستان هوډ لري چې امنیتي ګواښونه په بشپړ ډول پای ته ورسوي او امنیت ته د پراختیا له پاره د بنسټیز شرط په توګه لومړیتوب ورکړي.
په وروستیو میاشتو کې ډيورنډ کرښې ته نږدې په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې ناامني ډېره شوې ده. نږدې هره اونۍ د وسلهوالو په بریدونو او چاودنو کې د پوځیانو، پولیسو او ملکي وګړو د وژل کېدو راپورونه ورکول کېږي.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په وروستۍ غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم وویل، هېواد یې اوس هم له داسې ترهګرۍ سره لاس او ګرېوان دی چې له بهره یې ملاتړ کېږي. شهباز شریف ویلي و:« ترهګري د پاکستان د ملي امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی او باید نړۍواله ټولنه د دغه ګواښ په مهارولو کې زموږ سره مرسته وکړي.»