د ایران د ملي امنیت شورا منشي وايي، ډېری هغه خبرونه چې له اسراییل سره د افغانانو د همکاریو په اړه خپرېدل؛ ناسم او د رواني جګړې برخه وو. علياکبر پورجمشیدیان وویل، په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې تر هر چا ډېر افغان ولس او طالبانو د ایران ملاتړ وکړ.
دغه ایراني چارواکي د یکشنبې په ورځ (د تلې په ۶مه) نېټه د ایران له یوې ټلوېزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل، هغه افغانان چې له اسراییل سره یې اړیکې درلودې؛ شمېر یې خورا لږ و چې بیخي د یادولو وړ نهدی.
ښاغلي جمشیدیان په خپلو خبرو کې زیاته کړه، ډېری هغه خبرونه چې له موساد سره د افغانانو د اړیکو په اړه خپرېدل؛ د اسراییل تبلیغاتي او رواني جګړه وه.
د هغه په وینا؛ اسراییل غوښتل په دې کار سره د افغانانو او ایرانیانو ترمنځ اختلاف پيدا کړي.
دغه ایرانی چارواکی وايي، ان له ایران نه په جبري توګه ستنو شویو یوشمېر افغانانو هم ویلي و چې د اسراييل پر ضد د ایران تر څنګ ولاړ دي.
د ایران د ملي امنیت شورا منشي د افغان کډوالو د اېستلو په اړه وویل: «د ناقانونه افغان کډوالو اېستل د دولت له مخکېنیو پروګرامونو و؛ خو له ۱۲ ورځنۍ جګړې او رواني تبلیغاتو سره دغه بهیر نور هم چټک شو.»

