پاکستاني رسنۍ: په مزار شریف کې د داعش خراسان ډلې یو تاجکستانی قوماندان وژل شوی دی

۱ ساعت مخکې

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، محمد احساني چې د «انور» په نوم هم پېژندل کېده، په مزار شریف کې ناپېژاندو وسله‌والو وژلی دی؛ خو په دې اړه تر دې مهاله نه پاکستاني رسنیو نور جزییات خپاره کړي او نه هم طالبانو څه ویلي دي.

  • د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي، احساني چې د تاجکستان اوسېدونکی دی؛ د پاکستان ضد عملیاتو لپاره د ځانمرګو بریدګرو د روزنې او انتقال په چارو کې مهم رول لاره.

د پاکستان امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې احساني د ۲۰۲۲کال د پېښور د کوچه رسالدار جومات پر ضد د خونړي برید اصلي پلانوونکی و، په هغه برید کې ۶۷ لمونځ کوونکي وژل شوي وو.

طالبانو لاتر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي؛ خو دوی تل په افغاستان کې د ترهګرو ډلو او بهرنیو جنګیالیو حضور رد کړی او په دې اړه یې د ملګرو ملتونو راپورونه هم تبلیغات بللي دي.

البته طالبان خپله هم وخت ناوخت د داعش خراسان ډلې پر ضد د عملیاتو خبرونه خپروي او د دغه ډلې د غړو د وژل کېدو او نیول کېدو اعلانونه کوي.

تر دې مهاله د احساني په اړه نور جزییات نه‌دي خپاره شوي او دا هم نه‌ده څرګنده، چې نوموړي په مزار شریف کې څه کول، هلته چا، څنګه او ولې وواژه؟

نور خبرونه

رادیو