د پاکستان دفاع وزیر: د عمران خان وټس اپ او اېکس د هند له لوري کنټرولېږي

۲ ساعتونه مخکې

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په یوې بهرنۍ ټلوېزیوني مرکه کې ادعا کړې، چې د دغه هېواد د پخواني بندي لومړي وزیر عمران خان اېکس او وټس اپ له هند څخه کنټرولېږي. هغه په دې اړه هېڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی او یوازې یې ویلي، چې باید پرې باور وشي.

د پاکستان دفاع وزیر په دې بحث کې پرته له ثبوت وړاندې کولو ادعا وکړه، چې د عمران خان وټس اپ او اېکس له هند څخه کنټرولېږي. هغه زیاته کړه، د دوی استخباراتي معلومات چې نه غواړي عام یې کړي دا ښيي، چې د عمران خان اېکس او وټس اپ د هند له لوري کنټرولېږي.

هغه همداراز په ډاګه کړې، چې د پاکستان د دفاع وزیر په توګه باید یې پر خبرو باور وشي.

د عمران خان وکیل سلمان اکرم راجه همدا تېره اوونۍ وویل، عمران خان اړ کړای شوی چې له زندان څخه د موبایل او وټس‌اپ له لارې د محکمې اورېدنه کې برخه واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان ډان ورځپاڼې د روان کال په غویي میاشت کې یو راپور خپور کړ، چې پکې راغلي و چې هندوستان په خپله خاوره کې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼې تړلې دي.

د یادولو ده، چې هندوستان تر دې مخکې د‌ پاکستان حکومت د رسمي اېکس پاڼې تر څنګ د دفاع وزیر خواجه اصف پاڼې هم په خپله خاروه کې تړلې دي.

عمران خان په ۲۰۲۳ کال کې نیول شوی او د دولتي اسرارو د بربنډولو او د دولتي ډالیو د خرڅلاو په ګډون په څه باندې سلو دوسیو کې تورن ګڼل شوی، خو عمران خان دغه ټول مسایل د خپل ځان پر وړاندې سیاسي لوبې ګڼي.

نور خبرونه

رادیو