ګنډاپور: په پښتونخوا کې عملیات نه منو او د ستونزو د حل لپاره دې له افغانستان سره خبرې وشي

۱ ساعت مخکې

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د شنبې په ورځ (د تلې ۵مه) په پېښور کې د «تحریک انصاف» ګوند په یوې لویې غونډه کې وویل، د خېبرپښتونخوا حکومت په خپلو سیمو کې د هېڅ ډول عملیاتو اجازه نه ورکوي. هغه وویل، د ترهګرۍ د ستونزې د حل لپاره باید له افغانستان سره خبرې وشي.

علي امین ګنډاپور چې د «تحریک انصاف» ګوند مهم غړی هم دی په دې غونډه کې وویل: «موږ به عملیاتو ته اجازه ور نه کړو او ملاتړ به یې هم ونه کړو، وفاقي حکومت دې واوري، د خېبرپښتونخواحکومت د عملیاتو او د سیمې د خلکو د بې ځایه کېدو ملاتړ نه کوي.»

ګنډاپور همداراز د پاکستان له فډرالي ادارو وغوښتل، چې د ترهګرۍ د ستونزې د حل لپاره له افغانستان سره خبرې وکړي او زیاته یې کړه: «موږ جګړه نه غواړو او د هغې پر ضد به غږ پورته کوو.»

نوموړي یو ځل بیا عمران خان او د هغه مېرمنې ته د عدالت او خوشې کېدو غوښتنه وکړه او همداراز یې خبرداری ورکړ، په دې برخه کې به د دوی مبارزه تر بریا پورې دوام ومومي.

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ته په خطاب کې وویل، «پر تاسو فرض دی چې خپل رول ترسره کړئ او د عمران خان ستونزه حل کړئ.»

د پاکستان د تحریک انصاف بل غړي ګوهر علي خان وویل، دغه جلسه د ځواک د ښودلو جلسه نه ده. بلکې د دې لپاره ده چې عدالت پلی شي.

د دغه ګوند یوه بل غړي وقاص اکرم د وفاقي حکومت چارواکي «غله او قاتلان» وبلل او زیاته یې کړه: «دمګړی په پاکستان کې رښتینې ازادي نشته، اوسنی حکومت د غلامانو او غلو حکومت دی.»

د پي، تي، ای ګوند یوه بل غړي سلمان اکرم بیا په دې غونډه کې وویل، د دوی مبارزه به تر هغې روانه وي چې «د ظلم نظام» پای ته نه وي رسېدلی.

هغه په تیراه کې د څو ورځې مخکې د پاکستان هوايي برید ته چې له امله یې شاوخوا ۲۰ ولسي وګړي ووژل شول، په اشارې سره وویل چې د وژل شویو کسانو کورنۍ لا هم اوښکې بهوي او دا پوښتنه کوي، چې «دا د ظلم نظام به کله ختمېږي.»

د تیراه په هوایي برید کې د ولسي وګړو له وژنې وروسته پراخ غبرګونونه راپورته شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

نوموړي یو ځل بیا د عمران خان په ګډون د نورو ګوندي ملګرو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: «په ناحقه بندیان شوي او د پوځي محاکمو له لارې په ناحقه سزاګانې ورکول کېږي.»

له دې سره سم، د پاکستان تحریک انصاف ګوند یوه بل مخکښ غړي اسد قیصر بیا وویل، د خېبرپښتونخوا خلک یوازې سوله غواړي او زیاته یې کړه: «موږ به په هېڅ صورت په خپله صوبه کې پوځي عملیاتو ته اجازه ور نه کړو. موږ له جګړو ستړي شوي یو.»

هغه هم پر حکومت غږ وکړ، چې له افغانستان سره شته مسایل د ډیپلوماسۍ او جرګو له لارې حل کړي.

دغه غونډه د پاکستان د بندي پخواني لومړي وزیر عمران خان په غوښتنه رابلل شوې وه او موخه یې هم د قانون حاکمیت، د رسنیو ازادي، د قضا خپلواکي او د ولسواکۍ بیا احیا کېدل و.

عمران خان: ټول پاکستان باید د سپټمبر په ۲۷مه د پېښور په جلسه کې ګډون وکړي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د پاکستان ټلویزیوني شبکو د پاکستان د تحریک انصاف ګوند دغه لویه جلسه خپره نه کړه، خو د دغه ګوند غړو په ټولنیزو شبکو کې په پراخه او ژوندۍ بڼه خپره کړه.

ویل کېږي، چې د دغې لویې غونډې د امنیت لپاره څه باندې ۱۴۰۰ پولیس او همداراز څه باندې ۵۰۰ ټرافیک پولیس ګومارل شوي و.

نور خبرونه

رادیو