الجزیره شبکې نن یکشنبه د (تلې ۶مه) د طبي سرچینو په وینا لیکلي، چې په غزه کې د اسراییل په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۲۴ فلسطینیان وژل شوي دي. په وژل شویو کسانو کې هغه ۱۰ فلسطینیان هم شامل دي، چې د النصیرات په نوم د کډوالو کیمپ کې اوسېدل.
الجزیره شبکې د ځايي روغتیايي سرچینو له قوله زیاته کړې، چې اسرایيلي ځواکونو عامه تاسیسات او د ملکي خلکو کورونه هم ویجاړ کړي، چې له امله یې مړي او ټپيان په کنډوالو کې تر خاورو لاندې پاتې او روغتیايي ټيمونو کار یې ستونزمن کړی دی.