د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري پر تهران د بندیزونو د بیا راوستلو په اړه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ته لیک استولی دی.
عراقچي په دغه لیک کې لیکلي: «هغه پرېکړهلیکونه چې ختم شوي و، د احیا هڅه یې نه یوازې له حقوقي پلوه بېاساسه ده، بلکې له سیاسي او اخلاقي اړخه هم د توجیه وړ نه ده.»
هغه د «ماشه مکانېزم» په اړه د چین او روسیې د مخالفت په یادولو سره زیاته کړه: «د نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور له مخې، هغه پروسې چې نامعتبرې دي او یا د شورا د اجماع پرته ترسره کېږي، تعهد نه شي رامنځته کولای.»