په خوست کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې تېره ورځ په تېر جمهوري نظام کې د ملي امنیت پخوانی افسر صمد تڼی په یوه وسلوال برید کې ووژل شو.
د سرچینو په وینا، دغه پخواني افسر شخصي دښمني درلوده او د هغوي له خوا په نښه شوی دی.
په خوست کې ځايي سرچینو نن شنبه د (تلې ۵مه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې پر صمد تڼي تېره ورځ غرمه مهال د تڼیو ولسوالۍ ژۍ کلي وسلهوال برید شوی.
دوی ادعا کوي، چې د تېر جمهوریت پرمهال صمد تڼی باندې د یوه ځايي کس د وژل کېدو تور و او دا دښمني ۱۳ کلنه مخینه لري.
د سرچینو په وینا صمد د همدې دښمنۍ له امله خپله کورنۍ له تڼیو ولسوالۍ څخه اسماعیل خیل او مندوزي ولسوالۍ ته انتقال کړې وه او هلته مېشت شوی و.
سرچینې زیاتوي چې صمد د خپلو خپلوانو د حال پوښتنې لپاره تڼیو ولسوالۍ ته تللی و چې په پیر پاچا ژۍ کلی کې پر ډزې وشوې او ځای پر ځای ووژل شو. سرچینې وایي له صمد سره یو کس ټپي شوی هم دی.
د صمد تڼي پلار هم په تېر جمهوریت کې د ملي امنیت افسر پاتې شوی دی.
طالبانو تراوسه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.