د جرمني د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته سفر کوي

۳ ساعتونه مخکې

جرمني ورځپاڼې بیلډ راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي به د اکتوبر په میاشت کې کابل ته سفر وکړي. د یاد سفر موخه دا ده چې «مجرمان» نه یوازې د چارټر الوتکو، بلکې د سوداګریزو الوتکو په کارولو سره انتقال کړي.

دغه سفر په داسې حال کې ترسره کیږي، چې جرمني د ۲۰۲۱ کال اګست کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته له دوی سره ډېپلوماټیکې اړیکې نه لري او دغه هېواد د پخواني افغان حکومت له نسکوریدو وروسته په کابل کې خپل سفارت تړلی دی.

بیلډ ورځپاڼه زیاتوي، چې د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند دا تایید کړې چې یو لوړ پوړی پلاوی به کابل ته سفر وکړي خو لا څرګنده نه ده چې څوک به په یاد پلاوي کې شامل وي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ هوډ لري چې هغه افغان کډوال چې جرمونه یې کړي دي افغانستان ته ولېږي.

له دې مخکې جرمني د قطر په منځګړیتوب سره لسګونه افغان کډوال کابل ته لېږلي دي، چې د هغه په بدل کې جرمني په برلین کې دوه د طالبانو ډېپلوماټان هم ومنل.

لا روښانه نه ده چې طالبان د افغان کډوالو د اېستلو په احتمالي موافقه کې د جرمني له حکومت څخه کوم امتیازات غواړي او یا به یې ترلاسه کړي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر له طالبانو سره د افغان کډوالو د اېستلو لپاره د خبرو اترو هڅه د هېواد د مخالفو ګوندونو لخوا په پراخه کچه له نیوکو سره مخ شوې ده.

زرغون ګوند د دې خبرې په اړه چې جرمني حکومت له طالبانو سره خبرې کوي، خورا غوسه دی.

له دې وړاندې د یاد ګوند د کورنۍ پالیسۍ ویاند مارسل امریش په دې خبرو اترو سختې نیوکې کړې وې. هغه ویلي وو چې د جرمني واکمن ګوندونه د یوې ترهګرې ډلې لپاره "چاپلوسي" کوي.

د مارسل امریش په وینا، د کورنیو چارو وزیر په یوازې ځان ډېپلوماټیک بندیز مات کړی دی.

هغه روښانه کړه: «هغه د داسې رژیم سره اړیکې ټینګې کړي دي چې شکنجه کوي، سنګسار کوي، ښځې ځوروي او بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.»

په همدې حال کې په دې وروستیو کې د جرمني د کورنیو چارو وزیر څرګنده کړه، چې پخواني حکومت هم د کډوالو د اېستلو په اړه له طالبانو سره خبرې اترې کړې وې.

نور خبرونه

رادیو